فخر اتمان خیل قبائل "ملک"نور محمد خان اتمان خیل۔ممبر ویسٹ پاکستان لیجسلیٹیو اسمبلی(ون یونٹ). 1956 ملک نور محمد خان: ملک نور محمد خان پۀ کال ۱۹۲۵ء کښې د ملک مير محمد خان کره پۀ دواوۀ اتمانخېل کښې سترګې ووغوړولې ـ چاته معلومه وه ـ چې دا لوړ دنګ،تور سکنړ او اوچ کلک هلک پۀ خپله سينه کښې دومره طوفانونه او شعور کښې دومره رڼا ګانې لرې ـ چې د تورتم تورتم ماحول لپاره به د رڼا زېرے ثابتيږي ـ ښاغلي چې کله د ځوانۍ پۀ درشل قدم کېښود ـ نو پۀ خپل فطرت کښې ئې د نوابۍ او خانۍ پر ضد پټه جزبه راښکاره شوه ـ چې دير نواب ئې پۀ کال ۱۹۵۰ء د قتل سازش هم اوکړو ـ او د سر قيمت ئې پۀ هغه وخت کښې شل زره روپۍ مقرر کړو ـ د ښاغلي نورمحمدخان پۀ سر شت کښې د قام د مشرۍ صلاحيت پۀ چپو وو ـ کوم چې هغه د عزت پۀ بام اوخيژولو ـ او پۀ کال ۱۹۵۶ء کښې ايم ايل اے (MLA ) ممبر ليګسلټيو اسمبلي وټاکل شو ـ کوم چې د ايم اين اے د څوکۍ برابر وو ـ د ايم ايل اے نه علاوه ښاغلے د فاټا جرګه کونسل مشر هم پاتې شوے دے ـ د دې تر څنګ د ضياء الحق پۀ دور کښې بي –ډي (بيسک ډيموکريسي) غړے هم پاتې شوے دے ـ دا د ښاغلي ملک نور محمد خان د سحر انګيزه مشرۍ نتيجه وه ـ چې د هغه پۀ جلب کښې حکومت پاکستان باجوړ ته پۀ رارسيدو کښې بريالے شو ـ او پۀ دې سيمه کښې د حکومت عملداري ټينګه شوه ـ ښاغلے پۀ کال نولس سوه اويا يم ۱۹۷۰ء کښې د جماعت اسلامي د ګوند يو ګړندے غړے جوړ شو ـ او دومره ارزښت ئې بياموند چې د هغه وخت د جماعت اسلامي امير مياطفيل محمد ډېر ځله د دوواؤ پۀ دوره راغلو ـ ښاغلے ملک نور محمد د يو تاريخي ژوند تېرولو نه روستو پۀ کال ۱۹۸۴ء کښې د يوې خونړۍ پېښې پۀ ترڅ کښې داروبقا ته کوچ اوکړو ـ د ښاغلي پۀ ځامنو کښې ملک امير محمد خان (مرحوم) او ملک فدا محمد خان د ذکر وړ دي ـ ملک فدا محمد خان نن صبا د خپلې کورنۍ د مشرۍ بوج له اوګه ورکړې ده ـ د ښاغلي پۀ نمسو کښې ملک رفيق احمد خان اتمانخېل د خاص ذکر حق لرې ـ څوک چې د سياست او ټولنيز ژوند يو ښکاره نوم دے ـ د انوار نګار صيب د راروان کتاب نه تراشلي ټکي. د مقالو مجموعه
0 Comments