نظېف لالا يو قامې مبارز

 نظېف لالا يو قامې مبارز


 


پښتون وطن کښې داسې مبارز زيږيدلي چې ټول ژوند يې د سختو ستوځو سره په مخ وي چې ټول عمر يې د قام او د انساني برابروالي لپاره په جېلونو او وهلو ټکولو تير کړي وي. نظېف لالا چې د شيخ محمد ګلاب زوي چې په خټه اتمانخېل افغان دي په نېټه ۱۹۵۸ بهرام ډيرۍ تنګي کلي هشنغر چارسدي کښې زيږيدلي دي. شوداګ کښې يې د خپل زدکړي پيل کړي چې خپل د ميډل او هاۍ تعليم يې د هري چند چارسدي څخه کړي. ښاغلۍ نظېف لالا د جمهوريت بشري انساني حقوق له پاره ډير جېلونه وهل ټکول تير کړي. ښاغلی د فوځي مارشلا جنران ايوب خان په وخت کښې سترګې غړولي وي خو هيڅ چا ته معلوم نه وه چې دغه ماشوم چې لوۍ شې نو د يو بل جنران چې د ايوب په شان جنرال ضيالحق د مارشل لا په وخت کښې به د هغه جنران په زد خپله مبارزه کوي. خو حق ائين جمهوريت بشري حقوق د فکر او وينا ازادي سياست او مزهمت شعور پوهه او اجتماعی احساس غوړاړي. ښاغلی نظېف لالا لس کلن وو چې په اولنۍ جلوس کښې يې شرکت کړي وو او د خپل قام د سياست پيل يې کړي وو. ښاغلي نظېف لالا وايې چې دغه ۱۹۷۰ وو چې د سکول په وخت کښې د مزدور کسان تحريک چې د افضل بنکش - شير علی باچا - قادر خان لالا تحريک وو. د دغه تحريک يوه جلسه وه چې مونږ د سکول څخه راوتلو او هغه جلسه کښې د انقلاب زنداباد ناري وهلي کيږدلي چې دغه نارو زما نه مځکه او اسمان وتختوو او هغه ورځ ده او نن ورځ چې هم په هغې لار راوان يم. ښاغلې وايې چې د هغه جلسه مې ځان لپاره جنډا بيرغ سټيکرز راوړي وو او په خپل جب به مې ساته او له هغه پس به مې يوه جلسه جلوس نه قضا کوو. دغه مزدور کسان تحريک د افضل خان بنګش په مشرۍ کښې د اوامی نيشنل څخه بيل شوي وو چې دغه تحريک د پاکستان د زلفقار علی بهټو په وخت کښې ډير په زور او شور کښې وو چې دغه تحريک به په پښتونخواه کښې د کسان لپاره مبارزه کوله. په کال ۱۹۷۷ کښې چې کله جنرال ضياه الحق مارشل لا ولګوله او د زلفقار علی بهټو حکومت يې ختم کړه نو دغه ګوند مزدور کسان تحريک د دغه مارشل لا مخالفت وکړو او دغه وخت نظېف لالا د دغه ګوند مزدور کسان تحريک فعال غړي وو. دغه وخت کښې د پوليس له خواه دغه سياسې خلک نيول پيل شه. ښاغلی وايې چې په کال ۱۹۷۸ کښې اول ځل د دغه پوليس له خواه ورنټی شوم او په کال ۱۹۷۹ کښې په اول ځل د پوليس له خواه ونيول شول چې پوره يوه مياشت يې د هري پور په جيل کښې تير کړه. ښاغلی مخکې وايې چې د حکومت له خواه دغه ورځو کښې دا خبر مونږ ته وکړي شه چې تاسې به په کالج کښې سياسې حلي ځلي نه کوۍ خو نظېف لالا وايې چې د هغه باوجود به مونږ خپل سياسې حلي ځلي کولي. ښاغلی وايې چې زه په کال ۱۹۸۰ کښې دوه واړي بيا جېل کړي شوم چې دغه سلسله کښې په کال ۱۹۷۲ کښې راپسې بيا ورنټ جاری کړي شه چې بيا مې څو مياشې مسلسل په جېلونو کښې تير کړه. نظېف لالا مخکې وايې چې په کال ۱۹۸۳ کښې يو ځل بيا د تحريک په جرم کښې ونيولي شوم چې مونږ يې راوړو د پيښور قعله بلاحصار ته چې ۴۶ ورځې مې په جېل کښې تير کړه. نظېف لالا وايې چې دغه د جېلونو سلسله ټوله که رايوزي شې نو ۲ دوه کلونه جوړيږې چې هميش به زه د دغه تحريکونه څخه منع کيدلم خو زما په فکر هم دغه تحريکونه وو چې زه يې بار بار دغه جېلونو ته راوستلم. ښاغلې وايې چې زما څخه به پښتنې کيږدلي چې ما به ورته په ځواب کښې هم دغه ويل چې د ضياه الحق مارشل لا دي ختم کړي شې او جمهوريت دي خپل کړي شې. مخکې لالا وايې چې دغه وخت کښې بار بار جېلونو هم نور مظبوط لکه د کاڼی کړم او فکري يې نور هم پوخ کړم. پس کښې دغه مزدور کسان تحريک په کال ۱۹۸۷ کښې او د دغه تحريک څخه پښتونخواه ملی پارټی جوړه کړي شوه بيا لالا د هغه پارټۍ حصه شوه خو پس کښې نظېف لالا دغه پارټی پريخوده او اولسې نور تحريکونو ته يې غاړه کيښوده. لالا نن هم په اولسې تحريک باور لري چې خپل هسې د دي پښتون افغان قام له کوي.

Post a Comment

0 Comments