عمر دين عمر (اتمان خېل)

عمر دين عمر (اتمان خېل) مرحوم عمر دين عمر د نور العابدين صاحب زوى په خټه اتمانخېل د پښتو ژبې شاعر په ١٨٧٦ کال د پښور (مردان) د سيمې په سپرى کلې کښې زيږيدلې وو او په ١٩٢٢ کال د خپل رور ظهيرالدين له لاسه وژلي شوې دې. د مرحوم د اشعارو بشپړ ديوان شته که څه هم يو وار هغه وخت چه عمر دين عمر کور غلو وواهه کور د نور سامان سره يې دده اشعارو ديوان هم غلا کړ ، ن. څنګه چې عمر دين عمر صاحب خپل ټول اشعار په يادو وو نو بيرته يې خپل ديوان له سره تد وين کړ.
ښاغلي هميش دده شاعرۍ په باب داسې ليکى ده عمر دين عمر په خپل همعصر و اشعراو کښې داوچتى درجې خاوندى، اشعار يې د عشق او محبت د سوزو ګدازنه علاوه د زمانې د ناساز ګارو حالاتو او د ژوند د تلخو تجربو ائينه داردى د تخيل رنګينى ساد کى او راوانى د عمر دين عمر صاحب د کلام خاصه ده دغه شان ديوان يې د ښکلو خيالاتو او افکارو يوه حسينه مرقع ده. د دې شاعر دژ وند په باره کښې ليکې د عمر دين عمر صاحب ژوند د پښتنې معاشرې هغه افسوسناک تصویر دې چې انجام يې د يوې الميې په شکل څرګنده شو. عمر دين عمر د مټرک کولو نه پس سرکاري ملازمت اختیار کړو او ژوند زياته برخه يې ملازمت کښې تيره شوه. وس به دده کلام نمونه وړاندې کړو...

Post a Comment

0 Comments