#کوهیـــرے_ملاکنډ_د_اتمان_خیلو_يو_ماډل_نمونه_کلے!!
کوهیرې کوذ دیر lower Dir تیمرګري نه په ګڅ اړخ ، غرب ته د ملاکنډ نه پاس د هندوکش د غرونو په لړۍ کښ د مهو ډنډ غره په کڅۍ کښ پروت دې.
کوهیرې یو تاریخې کلتوري ،جغرافیایی نمونه کلې دې چي ځانله یو پیاوړې ممتاز حیثیت لري.
کوهیرې سیمو کښ د لرغونې باقیاتو نمونې شتون لري او دا څرګندونه کوي چي دلته لرغونې تهذیبونه ، اثار پاتې شوي.
کوهیري په قدرتي وسایلو ونو ، بوټو رڼو چینو، شینکو موړ او پټ کلـے دے.
د کوهیــرې په داخليدو په روډ باندي یو باب Doorway کوهیرې لګیدلې چي کلې پري خوندور ښکاري.
يو ارت پراخه سړک لنک روډ ورته د تیمرګري د لوري کش شوې دې.
د خلکو اقتصاد یی په خليج ملکونو باندي دے ولي تجارتې خلک ، کر کښت کونکي او د وطنې ډګر په بیلا بیلو ادارو کښ هم کار کوي.
په کوهیـــري کښ یو کچه کور هم نشته او ټول خلک یی پراخه پخو کورونو کښ ژوند کوي.
ولي د تعجب خبره دا ده چې د محلو په دکانونو کښ په نســـوار ، سیګرټو پابندي ده او لس زره روپۍ جرمانه پري د مشرانو له اړخه لګیدلې.
د سیمې زیات خلک اعلي تعلیم یافته دي او پرایمري نه تر سیکنډري سکولونه شتون لري.
کوهیري د جرګې مرکې سسټم هم فعال دي مشران یی په جرګو کشالې سر ته رسوي.
د دي سره پخوانې روایات لکه د اخترو بلني په ودونو اتڼې د ماشومانو لوبې پټ پټونې، چیندرو او نور ژوندي دي.
کلي د ناشنا خلک د شپې لس نه اخوا تګ نۀ شې کولې د کلي داخلي دروازه تر لسو بیرته وي. په بنجاري پولومار ټوکمار کلي ته په دخل مکمله پابندي وي هم له دې کبله خلک یی په امن او خوشحالۍ ژوند تیروي.
دې سیــــمي ډیر په قام میئن نامـــتو شخصیات زیږولي دي.
د کوهیري ملاکنډ کل نفوس د رجسټرډ ووټونو په اساس لس زره شاه خوا دې د تعداد دې.
او یواځې په کوهیري کښ د پنځه سوو نه زیات کورونه شتون لري.
کوهیـــرې په بیلا بیلو محلو کښ ویشل شوې چي تفصیل یی په دا ډول دې
۱..باغ
۲..شوکــاڼے
۳..ډهیرۍ سر
۴..اړخــے
۵..برکلــــے
۶.. سوري اډه
۷..سور کمر
۸..کلــے
۹..ډبکے
۱۰.. محله فرمان خیل
۱۱..ګلستان
۱۲.. سنګــر
۱۳..سفرې
په مجموعي ډول دلته ټاکــور اتمان خیل متکې اتمان خیل ژوند کوي
خو سفرے او سنګر کلي کښ استاندار اتمان خیل پاینده خیل اتمان خیل متکي اتمان خیل او څه لګ سواتی هم ژوند کوي او د کوهیرې بیل لويی لویی کلي ګڼل شې.
د دې نه علاوه د دې کلي سره سم د اتمان خیلو کلي بانډه ، بالا بانډه پایین، کښ سرکاني خیل ، پاینده خیل سلیمان خیل ژوند کوي په دغه ډول شیرا کښ هم اکثیریت اتمان خیل استاندار ژوند کوي.
وطن دي تل اباد وي
که څه نیمګړتیا او تیروتنې په دي مضمون کښ وي نو د کوهیري ملګري راسره خپل تاثرات شریک کړۍ
درنښت
لیـــک!!!! طارق اتمان
0 Comments