کاکاشهيد اتمانخېل

 #کاکاشهيداتمانخېلبوډيخېل_ملاخېل

د شيدو نوښار جنګ کال18 23 ء

زمونږ د پلار نيکه په تاريخ کې داسې د لوړ قد غازيان شهيدان تېر شوې دي،چا ،چې د اسلام د سرلوړئ د وطن د ازادئ او د قام 

د حفاظت د پاره سرونه ورکړې او د دښمن سرونه غورزولي دي،مونږ چې نن هم د قامې اسلافو نومونه واورو نو سرونه مو د فخر نه اوچت شي....زمونږ د مړانې تزکرې دښمن پخپله کړې دي خو افسوس چې مونږ پخپله ځانونه هېر کړې دي....په دغه شهيدانو کې يو ستر نوم  کاکا شہید وہ ، ، ۔۔۔د چا تعلق چې د اسبڼ بوچکې کلي سره وۀ،

تړون یی په اتمانخیل قبیله کښ دبوډی خیل  ذیلی شاخ عمر خیل۔

 اکو خیل ملا خېل سرہ وہ. په کال 17 مارچ 1823عيسوي کې چې کله سيکان د اټک درياب ته راورسېدل او هغوئ د پورې وتلو هسې کولې نو په دغه وخت کې د يوسفزو اتمان خېلو يو لوئے لښکر د دوئ په خلاف جنګ ته روان وۀ...د مېجر راورټي مطابق د شېدو نوښار په جنګ کې لس زره يوسفزي او اتمانخېل ،،شهيدان،، شوې وۀ...د پېښور د امير يار محمد خان  د غدارۍ له امله سيکانو جنګ وګټلو...په دغه جنګ شېدو کې کاکا اتمانخیل شهيد شۀ..رنجيت سينګ چې  کله   لويو وړو کليو قصبو ته وورونه واچول نو په دغه جزبه کاکا د سيک خلاف د جنګ فيصله کړې وه....او د کوره د شهادت په ارمان وتلے وۀ.د هغه چاچې د هغه په مټ د تعويز په شکل کې د کور پته ليکلې وه چې پس د شهادت ئې نشان معلوم وي،کاکا شهيد ډېر په مړانه د شېدو په غزا کې وجنګېدو،ډېر سيکان یې د جهنم لائق کړل...کله چې سيکانو ته د کاکا شهيد د جنګ اندازه ولګيده ،نو د وروستو ې پرې حمله وکړه او ډېر په غېرت شهيد شۀ.دښمن  د شهادت نه پس د کاکا شهيد سر د تن نه جدا کړ ...او هم دغه رنګ ئې شهيد په هغه پته په غوايه ګاډې خپل کلي ته راوړو...نن ئې هم په زرګونو اولاد ژوند کوي الله دې د کاکا شهيد شهادت قبول او درجات بلند کړي...

ليک رحمان الله رحمانی اتمان خیل 


Post a Comment

1 Comments

  1. کاکا شہید ہو ڈیر لوئے عالم دین او بزرگ شخصیت تیر شوے دے۔ او د سکھ سامراج سرہ پہ جنگ شیدو کی شہید شوے وو۔وس ھم د ھغہ پہ مزار د زائرینوں رش وی۔پہ اسبنڑ بوچکی کی ہے مزار دے ۔ چی د کاکا شہید پہ نامہ یادیگی۔

    ReplyDelete