مختصر حالات زندگی فخرِ قبائل داتمان خیل قوم نامور شخصیت ۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔ ملک میاں شاہ جہان شہید ۔۔ تحریر رحمان الله اتمان خیل ۔۔۔۔۔۔
ښاغلی میاں شاہ جہان شہید دَ میاں حکیم کرہ په باجوړ چینه ګی اتمان خیل کښ په کال 1942ء کښ سترګی وغړولی په قوم میاں گان دَ میاں عمر بابا نمسو کښ ؤو ۔ ابتدائی تعلیم دَ سرڈھیري چارسده کښ کړے ؤو ۔ او د نور تعلیم دَ پاره افغانستان ته لاړ۔
میاں شاہ جہان دَ جرگو او مرکو دَ دستار او دَ سترخون او دَ حجري سڑے ؤو۔ ملک شاه جهان یو داسی شخصیت وه چه کله به په باجوړ کښ وه۔ نود باجوړ دَ اُتمان خیل قام به یہ هم نمائندہ گی کولہ او د باجوڑ د ترکانڑے قام به یہ ھم کوله او دَ میاں ملا به ھم نمائندہ گی کوله۔ او چه کله به په پاکستان کښ د ننا کوم ځائی ته چی به لاړے
نو د ٹول پاٹا نمائندہ گی به یہ کوله۔ او کله چه به دَ پاکستان نه بهر کوم هیوات ته لاړے نو بیا به یہ د پاکستان نمائندہ گی کولہ۔میاں صیب د غریبو او خوارانو ہمیشہ ملگرے ؤو۔ میاں شاہ جہان شہید ھغه شخصیت وه چه دَ اُتمان خیل قام دَ رایو کولو او اتحاد اتفاق لپارہ یہ ڈیری ستڑی او سختی په ځان تیری کړی۔ د میاں صیب په زړه باندی دا یو لوی ارمان وه چه دَ اتمان خیل قام یوه ځانله ضلع یا ډویژن جوړ شی ا و هغه له دی د پاره ډیر جدو جهد کړے وہ: خو دا ارمان د هغه په ژوند پورا نه شو. او خاورو ته یہ د ځان سرا یوړلو
میاں شاہ جہان د خپل قام اتمان خیل لپار نه هیریدونکے خدمت کڑے دے ۔ د میاں شاه جهان په شان سړی ډیر کم پیداکیږی۔ ملک شاہ جہان هغه شحصیت وو چی ټول ژوند یی د ولس خدمت وقف کړے وو۔ دَ ده په حقله ښاغلے جعفر خان جعفر په خپل کتاب دَ وینو دَ سپرلی ګلونه کښ څه داسی خپل تاثرات وړاندی کئ۔ملک شاه جهان هاغه شخصیت وؤ چي د سرکار د پاره ئي ځان اولس ته مجرم کړے اؤ د اولس د پاره ئي ځان حکومت ته مجرم کړے وؤ۔ میاں شاہ جہان ھاغه شخصیت وؤ۔ چي قوم پري سرکار نه فخر کړے اؤ سرکار پري قوم ته. میاں شاہ جہان ھاغه شخصیت وؤ ۔ چي هر کله ورته د پاکستان دحکومت د قبائلو دننه ضرورت پيښ شو نو د لوي پښتون کور افغانستان نه ئي په جرګو مرکو اؤ ننواتو قبائلي خاؤري باجوړ ته راوستلو اؤ د یو وفادار محب وطن اعزازئي ورکړو۔ میاں شاہ جہان هاغه شخصیت وؤ چي د باجوړ د نواب مقابلي ته په ړومبي ځل په تاریخ کښ الیکشن ته ودریدو۔ میاں شاہ جہان ھاغه څوک وؤ ۔ چي د پښتون اولس د خدمت اؤ طرفداری په وجه ورله د پاکستان حکومت په کور بمباري کړي وه۔ میاں شاہ جہان هفه شخصیت وو۔ چی میرمن بیګم نسیم ولی خان ورته په پشاور کښ دَ قبائلو په لویه جرګه کښ دَ قبائلوں په نبض پوهه او دَ خپلی سیاسی نظریے او دَ تقریر دَ زدکړی وستاز وئیلے وو. ملک شاجهان هغه پختون او قوم پرست انسان وو۔ چی سرکار ټول عمر قبائلی بغاوت ته لکه دَ ډال نیولے وو. میاں شاہ جہان ھاغه سړے وؤ چه ټول عمر قبائلوں دَ سرزوری په مقابله کښ لکه دَ یو جنګی بهادر سپاهیی رپاڅه ولے وو.
میاں شاہ جہان ھاغه شخصیت وؤ . چاچی په پاړه چنارکښ یی دَ شیعه او سُنی جهګړه په دوستی بدله کړله دَ هغه میاں شاہ جہان وؤ چی د واناشمالی وزیر ستان په شخړه کښ پری دَ پختونخوا قبائلی مشرانو او حکومت د مشری دعا وکړله ۔ او دَ قبائلوں مشرمقررګړے شو۔ دا هغه میاں شاہ جہان وو چه پرون ټولو قبائلی مشرانو دَ باجوړ نه واخله تروانا وزیرستان پوری د بجلی دَبیل او د میټروا اختاریی ورکړے وو۔. په نهم فروری2005 ء دَ ټولو قبا ئلوں د مشرانو
جرگہ ممبرانو قہرمانانو سالار او د اتمان خیل قام نام تو مشر میاں شاہ جہان دَ کور په خواکښ په رڼا ماښام دَ انتظامی دَ مخافیظینو په دا ئرہ کښ دننه په داسی مرګ ووژلے شو چی دَ پختو پختونولی سیمه پری ماتم کوی اؤ د مستقبل په آئینه دقوم په لمن دوینو یو نه ورکیدونکي داغ شو چی د تاریخ هر پڼه به دی بي ضمیره بي احساسه اؤ بي وفا اولس ته په مخ د شرم لاس راکاږی چی دي قوم ټول عمر د شخصیتونو په جنګ کښ دځانه هسک سرونه لکه د میاں شاہ جہان غوندي غوڅ کړی اؤ ورک کړي دي ځکه نن سرونه لرو خو سردار نه لرو ۔ میاں شاه جهان مرګ ټول قبا ئلی ولس د پارہ یو لوی نقصان وو۔ او بالحصوص دَ اتمان خیل قام دپارہ دَ مرګ باندی اُتمان خیل قام یتیم شو په قبر دی نورشی او الله پاک دی د آخرت خوشحال نصیب کړی په نهم فروری 2005ء کښ په چینه ګی اُتمان خیل کښ خاوروته اوسفارلے شو ۔ اولاد ۔میاں شاہ جہان 1 واجدجان 2 ذاھد جان 3 ۔عبد اللہ 4حمید اللہ جان ۔5 بسم اللہ جان ۔ 6 داودجان ۔۔۔۔۔۔ عطاء اللہ جان ۔ وروڼه یو ملک میاں مسسعودجان۔
مزار چینه ګی اتمان خیل ۔ بیبانی دوہ وی
۔۔ ميا شاه جهان ۔۔شهادت نيټه 9 فرورى 2005
باجوړ كښې د دهشت ګردئ واقعيه د ميا شاه جهان پراسراره وژنه ۔۔۔
مونګ چې د تاريخ پۀ اوږدو كښې د خپلو قامى مشرانو۔اتلانو۔مبارزانو او جرګه ممبرانو پراسراره مرګونو ته فكر وكړو نو د لاسونو نه مو قلمونه پريوځى او د حيرت كوتې پۀ غاښونو كښې كلكې ونيسو او د خپلو قلمونو پۀ نازولو حرفونو مو د سزا ويره پيدا شى ۔۔
لكه پۀ نهمه فرورئ 2005 چې د ټولو قبائلو مشرانو جرګه ممبرانو سالار ميا شاه جهان د محافظانو پۀ دائره كښې دننه پۀ داسې مرګ اووژلي شو چې د پښتو پښتنولئ سيمه پرې ماتم كوى ۔۔
د ميا شاه جهان د دغه پراسراره وژنې سره پۀ قبائلى سيمه كښې يو سوال راپورته شو چې اخر دا ولې ۔۔
د دې سوال د جواب د پاره نن هم قبائلى اولس او امن پسند تنظيمونه انتظار كوى..
ميا شاه جهان قاتل او مجرم نه وه چې پۀ ذاتى دشمنئ كښې ورسره داسې سلوك وشو بلكې دا پۀ ځان كښې نور ډير سوالونه لرى او د هر سوال جواب ئې دادې چې قامى مشرانو سره پۀ هر دور كښې داسې شوى دى او داسې به كيږى۔۔ خو !!!
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
چاچې كزى د قامونو خدمات نۀ مرى ۔۔
كه ئې كړې د سرونو بائلات نۀ مرى ۔۔
اي خائنو زورآورو د دې خاورې ۔۔
زاره چاودو شر ببرو د دې خاورې ۔۔
سوداګرو جوارګرو د دې خاورې ۔۔
د ازغو كرونده ګرو د دې خاورې ۔۔
پۀ بمونو ښائيستونه د سوات نۀ مرى ۔۔
ج۔۔۔۔۔۔۔۔۔ جعفرخان جعفر
0 Comments