اخوند_صوفي_عبدالرحمان_باجوړے_اتمان_خیل

#اخوند_صوفي_عبدالرحمان_باجوړے_اتمان_خیل *کتاب نوم" باجوړ د تاریخ په رڼا کښې* *لیکوال" مولانا خان زیب صیبـــ* اخوند صوفي په قام شموذے اتمان خیل دے. د باجوړ د کلالي سیمې استوګن ؤ. دا ستر او کامل ولي د میاعمر څمکنې باجوړي خاص مرید ؤ. د میاعمر صیب نه یې لاس نیوه کړي وه. د میاعمر صیب چې کومه دوه ستر مریدان وو هغه احمد شاه ابدالي او صوفي عبدالرحمن ؤ. صوفي د خپل عمر ډېره برخه په څوکنو کې تیره کړي وه او په سلسله نقشبندیه کې يې د میا عمر بابا نه لاس نیوه کړي وه. صوفي عبدالرحمن په هغه لښکر کې د احمد شاه ابدالي سره د هند په لور تلے ؤ. کووم لښکر چې د میاعمر بابا په وېنا د احمد شاه بابا سره د مرهټو خلاف جهاد ته تلے ؤ ې د پاني پت پۀ میدان کښې ئې مرهټو له شکست ورکړے ؤ. په دغه لښکر کښې د میاعمر بابا اوولس زره نور مریدان هم تلي وو. دغه رنګ د میاعمر بابا ډېر داسې کرامات وو چې صوفي عبدالرحمان اتمان خیل پۀ خپلو سترګو ليدلي وو، ځکه چې صوفي به هر وخت د میاعمر بابا سره ؤ. دغه کرامات ارباب معزالله خان، مسعود کل پاسني، دادین او فضل حق اخونزاده د صوفي پۀ روایت نقل کړي دي. صوفي د میاعمر بابا د مرګ 1768 نه څو کاله پس وفات شوے دے د مرګ د کال تعین ئې خو نۀ دے معلوم، خو د باجوړ د شینګس د غر پۀ لمن کښ د رود باجوړ د شمال پۀ اړخ په شکرته نومي کلې کې ښخ دے. د ده په اولاد کښې اخونزاده محمد رفیق او اخونزاده محمد صدیق د چارسدې د اشنغر په ګڼډېري کلی کښې اوسېدل. د ده پۀ اولاد کښط محمد فقیر شاه نومي یو کس جلاله ته په کډه تلے ؤ. هلته استوګن ؤ او هم هلته وفات شو. د ده څه اولاد پۀ مدے بابا او پاپینۍ صوابۍ کښې استوګن وو. مولوي حمدالله او حکیم عبدالمالک مجاهد کشمیر کښې ډېر لوی عالمان وو. صوفي عبدالرحمان اتمان خیل څه خلک په باجوړ کښې هم شتۀ او په باجوړ کښې د کلالې او ډب پۀ سیمه کښې استوګن دي او پۀ اوس وخت د اخونزادګانو پۀ نامه یاديږي او اولس ورته ډېر احترام لري. یادګیرنه !! اخون، اخون ذاده، اخون خیل، ، میا ، مولا مذهبي ټاټیل دي چې په بیلابیلو قبیلو کښې موندل شې لکه د دیر خال اخوند ذادګان يا سواتو کښې دیګانو اخوند ذاد ګان او نور... عکس د صوفي خیالي دے. انتخابـــ!! طارق اتمان

Post a Comment

0 Comments