د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔

د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔ یم پیــدا د اشنــــغره خو په فکر اتمان خیــل یوه کږه ورانه ویــجاړه غوندی زاڼه د دے سیـل لیونے فلسفي قلندر مزاجه شاعر د بهرام خان نمسے غني خان چې په ګرد پښتنو کښې یو ځانګړے حیثیت لري۔ غنی خان د اتمان خیلو سره ډیرې ناستی پاستی کړي او د او اتمان خیلو سره یی خپل محفلونه شریک کړي. د غنې وینا د پښتنو دپاره افاقي حيثیت لري ځکه چی غني د ژوند هر اړخ ته پام لرنه کړي ۔ د اتمان خیلو سره د غنی خان د یوې قیصې ذکر کووم او بیا د غنی دغه شعرونه درسره شریکووم کووم چی یی د اتمان خیل قوم په اړه لیکلي۔ دځوانۍ په عمر کښې یو ځل لکه د نور غوندی غنی خان د پړانګ غر ”یاده دی وی چې کل ضلع پړانګ غر کښې میشته دي“ په یو جماعت کښې نمونځ کوولو۔ خلق راجمع دي چي دے کښې د کلي یو کس ځان سره ریډیو Radio راوړے وو۔ د ریډیو په لیدلو سره سم په جماعت کښې شور او غوغا جوړه شوه۔ ”لکه څنګ چې پخوا دغه د جهل فکر عام وو ملانو به په ریډیو ، لاوډ سپیکر او نورو الاتو د کفر فتوے لګولے“ دغه شان په جماعت کښې د قهر و عذاب ، قیامت نخې ، بدعت وغیره فتوې شوروع شوې چی دا شیطانی اله Device چا جماعت ته راوړې ده؟ ممکنه وه چی چی څه شرخوښوو څه فساد جوړ کړې وو چی دی کښې سمدستې یو بزرګ اتمان خیل بابا پاسیدلو۔ او په جلال سره یې وویل دا څه د غوا ، بیزې ، ګډې ، پیشو یا سپې بچې نه دی چی جماعت درته ګنده کړې بلکښې د پلاسټک plastic يو ډبې دی یو طرف ته یی کیږدۍ۔ هم د دی سره بزرګ کیښناستو مجال شته که پس د بزرګ د خبرو چا قدرې اووف کړې وې۔ یوه خاموشې خوره شوه خلق په امن سره نمونځ ته اوریدل۔ د اتمان خیلو د روشن خیالۍ ، فکرې ازادۍ ، او اقدارو دومره اثر په غنی خان اوشو چی غنی خان په کال ١٩٤٩ کښې د هری پور په جیل کښې په اووه ګلونه نومې یو اوږد نظم کښې دغه پورتني شعرونه اولیکل۔ داسې هم وییلې شې چی غنی خان کښې فکری بیداری د اتمان خیلو سره د ناستی پاستی او د اتمان خیلو بهادرۍ ، مړانې ، روشن خیالۍ ، فکري ازادۍ ، بشر دوستۍ ، مهمان نوازۍ ، ساده مزاجۍ ، مذهپ پرستۍ له وجې راغلې وه هغه ځکه چی په بندوبستې علاقو کښې د انګریزانو راج او جاګیر دارانه سوچ عام وو اوغنی د دی دواړو خلاف وو۔ البته د یو فرد په ذهنی او فکرې دنیا کښې نور عوامل هم شامل وی کیدې شې دی سره اتفاق اونه شې۔ بحواله۔ لټون ــ نظم اووه ګلونه ــ غني خان بابا خامہ بجوش ــ از ڈاکٹر فصیح الدن اشرف تاریخ کی باتیں ــ ڈاکٹر مبارک علی ژباړه او د شعرونو انتخاب۔ طارق اتمان خیل

Post a Comment

0 Comments