خان محمد اتمانخېل بابا
اې پشان د قناديل خيره چشمانو.
پدا بل چراغ کښې کور در څرګند نه دې .
کاظم خان شيدا..
خان محمد اتمانخېل بابا چې په کورنۍ کښې په ،خان بادر کاکا ،ياديږي عمر ئې د سلو کالو نه زیات دې خو پدې عمر کښې هم د وجود او دماغو روغتيا ئې ښه برابره ده،حافظه، اوريدل، ئې سم دي د خبرو انداز ئې هم ډير ښه دې په باجوړ سوال قلا کښې د ازادۍ د وخت د اتل ملک محمد عمر اتمانخېل مشر ځوئي او د ملک اصغر اتمانخېل تره دې .
خان بادر کاکا د کاکاجي صنوبر حسين مومند شاګرد پاتي شوې دې په لکړو او سوال قلا کښې د کاکاجي نه زده کړې کړي او په باجوړ سوال قلا اتمانخیلو کښې به کاکاجي چې کومه مجله د ،شغلې، په نامه ايستله نو خان بادر کاکا د هغې ليکوال هم پاتي شوې.
خان بادر کاکا دپښتنو په خاوره د ازادې د غورځنګ هغه رشتيني او سوچه اتلان پخپلو سترګو ليدلي او ناستې ورسره کړي چې د پاکستان په مصنوعي نصاب تعليم کښې ورک کړې شوي.
ترنګزو باباجي ،کاکاجي صنوبر حسين مومند، علينګار فقير، سبهاش چندر بوس ،بهګت رام ، مولانا فضل محمود مخفي ، پاچا ګل صیب، عبداللطیف آپندي، شهيد اسلم خان، حافظ عبدالستار باچا، عباد خان، ملک محمد امين کوډاخیل، مولوي بشير ،او د چمرکنډ ټول مجاهدین ئې پخپلو سترګو ليدلي او ددغه سترو خلکو نه ئې ډير څه اوريدلي د هغه وخت د ډيرو غزاګانو هم شاهد دې په باجوړ کښې دکاکاجي صنوبر حسين دازادۍ د مبارزې ډير څه ئې پخپله کتلي .
د خان بادر کاکا په ليدلو سره د سړي زړه ته سکون ميلاويږي د دغه دور ډير څه ددې مشر په کتلو سره مخې ته راشي ځکه چې هم داسې مشران زموږ د تاريخ وياړ او امانت دې دداسې مشرانو سینه په سینه روايت هم زموږ دتاريخ سمه برخه ده.
خان بادر کاکا د دغه دور يو امين دې د هغه وخت ډير څه ئې په سینه کښې پراته دي ډيرې پوښتنې مې ترې اوکړې او خان بادر کاکا ډيرې ښې جواب کړې او ددغه دور د هر اتل حليه ئې هم راته اوويئله .
خدائې دې راته سلامت لري...
خدايه! زما دا نازولې وطن
د ګل يوڅانګه ئې بې ګله مه کړئ
خدايه! زما خاوره، عظيمه خاوره
بې پښتو مه کړي بې اتله مه کړي
رحمت شاه سایل.
0 Comments