حاجى سرګندخان

 

حاجى سرګندخان
ولديت۔۔ محمدجان
قبيله ۔۔ امانت خيل اتمانخيل
زيږون نيټه ۔۔ د نورلسمې صدئ اخرې ليسزه ۔۔
وفات نيټه ۔۔ 5 ستمبر 1999
مزار ۔۔ شيدانو شاه المعروف بتائي ماركيټ ۔۔
كتاب ۔۔ د وينو د سپرلي ګلونه ۔۔ صحفه 99
چاپ كال فرورى 2018
ليك ۔۔ جعفرخان جعفر ۔۔
۔۔۔۔۔۔۔
حاجى سرګندخان د باجوړ پۀ پخواني اولسي مذهبي تاريخي اخلاقي اصلاحي او رومانوي شاعرانو كښې د يوې ډيرې ستائينې وړ نوم ضرور دى ۔۔
پۀ اولسي سندره لوبه او چارپيته ئې پوره عبور حاصل وه د حاجى سرګندخان د دور د محفل شاعران ملګري حميدګل طالب خاورې حضرت سيدكاكا مرزا عبدالرزاق تخت مرزا سميل جان جمال شاعر مومند او د محترم على حيدر جوشي صيب سره چې زما ملاقات پۀ تخت بهائي كښې وشو نو ماته ئې اووى حاجي سرګندخان زما استاذ دى ډيرې پيرې ورله باجوړ ته ورغلى يم پۀ اخري خبرو كښې راته اووې چې حاجى سرګندخان پۀ باجوړ كښې وي نو د باجوړ شاعران چې زما خواله راځي نو ډير بد كوي هم دغسې د جندول تنګي بابا به هم د ملك سرور خان عرف مته شاه ملك په حقله دا خبره كوله چې مته شاه ملك پۀ باجوړ كښې ژوندى وي نو د باجوړ خلك دى ماله د دعا د پاره نۀ راځي۔۔
خو هستي هستي پيژني مستي نا !!!
د حاجي سرګندخان د اولسي ادب يو كتاب * د سرګند ګلونه * پۀ نوم هم د هغۀ پۀ ژوند هم چاپ شوى وه چې ممتاز صحافي حاجى حبيب الله خان آسى ترتيب او شائع كړى۔۔
د حاجى سرګندخان د شاعرئ نه څۀ نمونې د لوستونكو د پاره ضروري ګنم !!!
* توره ګونګوټئ وى ..
يا د خاورو څلى وى ۔۔
* تۀ د ګل غوټئ وى ..
زۀ بلبل درغلى وى ۔۔
* سترګې دې راښكل كوي ..
خلۀ دې وائي رانشې ۔۔
* كبر د سيمل كوي ..
چرته به عنقا نشې ۔۔
* سور اور د شونټئ وى ..
زړۀ به ما داغلى وى ۔۔
* توره ګونګوټئ وى ۔۔
يا د خاورو څلى وى

Post a Comment

0 Comments