مرزا عبدالرازق عرف تخت مرزا
څه به زرغون شي د غانټول او د ريدي ګلونه ۔چې مې شړشم كوي د وينو د سپرلي ګلونه ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔
نوم ۔ مرزا عبدالرازق عرف تخت مرزا
ولديت۔ ملك عبدالقادر خان
قوم قبيله ۔۔ اتمانخيل
زيږون نيټه ۔ 1920 برنګ كوهى۔
وفاټ نيټه 23 ستمبر2004
مزار .. فلنګ مقبره تحصيل ښار
كتاب ۔ د وينو د سپرلي ګلونه ۔ صحفه 102
چاپ كال فروري 2018
ليك ۔ جعفرخان جعفر
۔۔۔۔۔۔۔
مرزا عبدالرازق عرف تخت مرزا د ملك عبدالقادرخان پۀ كور كښې پۀ كال نورلس سوه شلم كښې د اتمانخيلو د مشهور تاريخي كيمور غر پۀ برنګ كوهي نومې كلي كښې سترګې وغړولې ۔۔
د ديني تعليم نه چې فارغ شو نو د نور تعليم د پاره افغانستان ته لاړ خو پۀ افغانستان كښې د نظرياتي قامي سياسي جزبې له كبله ئې نور تعليم پوره نۀ كړې شو او پۀ 1960 كښې د پښتنو پۀ ستر كور افغانستان كښې استوګنه پخه شوه ۔۔
د قبائلو د پاره هم هلته د اتمانخيلو رئيس وټاكل شو جعفر ملك د سړې مينې زګره ور ملك مجيدملك د ارنګ تور ملك او شيرمحمد د پړانګ غار ورسره ملګري وو كله چې شاه نواز او مرتضى ا كابل ته لاړ نو افضل بنګش ورله د تخت مرزا نوم وركړو د اجمل خټك پۀ مشوره ورسره تخت مرزا ملاقات وكړو او د پيپلز آرمي تنظيم بنياد ئې كيښود بيا دغه تنظيم د ذوالفقار پۀ نوم بدل شو پۀ 1980 كښې تخت مرزا د ضياالحق پۀ مارشلا كښې ونيولى شو او پۀ بالاحصار كښې نظر بند كړو د ډيرو تكليفونو د تيرولو نه شپږ مياشتې پس راخلاص شو۔۔
د بالاحصار د قيدوبند نه پس د پاكستان د حكومت او د خپلې اتمانخيل سيمې تر مرګه قامي مشر او وفادار پاتي وه ۔۔
زما ورسره پۀ 1988 كښې ړومبى ملاقات وشو او د باجوړ د سندرې پۀ باره كښې مې ورسره يوه ځانګړې مركه هم وكړه چې ډير ښۀ او رشتوني معلومات مې تر حاصل كړل مرزا صيب د يو ښۀ نثرنګار سره يو ښۀ قامي انقلابي مزاحمتي شاعر هم وه د نظم لږه نمونه ترې د ثبوت د پاره راخلم !!!
نظم ۔۔
زلمي ته ۔۔
۔۔۔۔۔۔
اورنګ د زمانې وه ستا د لاسه پۀ لړزان
ځلميه سره لمبه شه چې ړاندۀ شي دشمنان
پيغله د وطن هره ځلميه ملالۍ ده
ميدان كښې مو ملګرې د وطن هره زمرئ ده
او ناڼې د وطن سينګاروي ځلمو ته ځان
ځلميه سره لمبه شه چې ړاندۀ شي دشمنان
0 Comments