ښاغلے ارواښاد غازي طالح محمد عرف تالے بابا اُتمان خېل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دغازي تالےمامد بابا دپلار نوم صالح محمد وۀ چې دخپل وخت دیندار اوغیرت مندشخصیت وۀ۔دصالح محمد دوۀ2ځامن وو د یو نوم طالح محمد وۀ چې په تالے مامد مشهور وۀ۔او د بل ځوي نوم یې عبدالمامد یاعبدالمحمد وۀ،دنیکه بابا نوم یی طالب وۀاو په قبیله اتمانخېل کښې بوډي خېل(بُټ خېل)وۀ،په بوډي خېل کښې یې تړون د عمر خېل خاخ دڅانګې آنارخیل سره وۀ.غازی تالےمامد بابا ډیر بهادر،غیرت منداونیک سړے وۀ.وئیلے شي چې عازی تالےمامد بابا دپیرنګي سامراج په زد بلها غزاګانې او جنګونه کړي دي او هغه ځکه چې د پیرنګي غلامي ورته قبوله نۀ وه۔ د ژوند زیات تره برخه یې د آزادۍ په جنګونو کښې تیره کړې ده، تاریخ یې نۀ هېریدونکے دے۔ او په تاریخ کښې به ټول عمر ژوندے وي.د سینه به سینه روایاتو تر مخه وئیل کیږي چی دې ښاغلي هنرمند، ستر مشر به جنګي ساز و سامان په خپل لاس تیارولو او هغه به یې دبریټش حکومت په زد کارولو. اوس هم د دې ستر مشر د لاس تُوره د ارواښاد د نمسو، کړوسو سره په امبار کښې شتون لري. تالے مامد بابا په هغه وخت کښې په ډیرو غزاګانو کومې چې د فیرنګي سامراج په زد شوې دي ارو مرو به یې پکښې برخه اخستله. وئیلے شي چې دۀ به د ځان سره سړه ډوډۍ وړله په هغې به یې ګزاره کوله او د جیندي سره نزدې په لوړه به یې د فیرنګیانو څارنه کوله۔دجیندي په مقام د فیرنګیانو خلاف 1930ء جنګ کښ د اُتمان خیلو په لښکر کښې شریک وۀ اوبلها مړانه یې ښودلې وه په دغه جنګ کښې د داسې اتلانو په برکت د اُتمانخېلو لښکر دفیرنګي فوج نه لارې خطا کړې وې خو د بده مرغه په دغه جنګ کښې غازي تالے محمد بابا د فیرنګیانو په ډزو په یوه خپه نخښه شۀاوبلها ټپي شۀ،شریکو غازیانو په ډېر محنت محفوظ مقام ته منتقل کړو، څه وخت پس یې زخم جوړ شۀ خو د جدید علاج د نشتوالي له عمله په خپه ګوډ پاتې شۀ او د دغه معزورۍ په وجه په ګوډ بابا مشهور شۀ د کال نورلس سوه څلوېښتم 1940ء خوا او شا کښې د تنګي په مقام د ټانګې لاندې راغے چې د هغې نه وفات شۀ مقامې خلکو د مرحوم د خپلو خپلوانو او وارثانو ډېر لټون اوکړو خو چې پېژندګلو یې او نۀ شوه نو د چارسدې د تنګي په مقبره کښې یې امانتي دفن کړو ،یوه میاشت پس پرې خپل خپلوان خبر شو نو دَ امبار نه پسې لاړل، لاش یې ورله د قبر نه رابهر کړو او دغه لاش یې په اس یا په قچره یې په پوزکي کښې کلک اوتړۀ او امبار ته یې راوړو او د امبار په کوهي بابا په مقبره کښې خاورو ته وسپارلے شۀ مشران وایي چې د ارواښاد لاش یوه میاشت پس هم صحیح سلامت په قبر کښ پروت وۀ.په ګور یې نور ــ د غازي تالے مامد بابا درې ځامن وو چې نومونه یې په دې ډول دي--(1سیدر علي جان مرحوم ۔ ( 2 قدرجان مرحوم۔ (3فضل رحیم مرحوم۔
۔۔تحریر وتحقیق رحمان اللہ رحماني اتمان خېل
0 Comments