پروفسیــــر ډاکټــــر فخراسلام صیب

د پروفسیــــر ډاکټــــر فخراسلام صیب لنډه‌ پېژند ګلو !! د هغه په لفوظونو کښ په قام اتمان‌خېل‌ يم نظر مېنه (برنګ) مې اصلي کلے دے، کم زيات ۳ سوه کاله آګاهو زما مشرانو پړانګ غار سره نزدے پلې کلي ته کډه‌کړې وه. نن هم زما رونړه عزيزان په‌ پلې او خواو شا کلو کښې مېشته دي.‌ زما ور نيکه‌ نجيب ګل ۱۵۰ کاله اګاهو درګې ملاکنډ‌سره‌نزدے ګړهي عثماني خیل کلي ته هجرت اوکړو. زما نيکه حبيب ګل د غلته واده اوکړو او په‌۱۹۳۸ کښې زما پلار فقير ګل پس مرګي پېدا شو، هغه‌ د‌خپل پلار اېکي يو ځوے وو.‌پلار مې د نيکه په رنګ زمينداري او د‌غلې تجارت کولو خو څرنګه چي اتمان خېل په‌ دشمنو کښې تکړه دي نو د‌يوې دشمنې د‌کبله ترې هر څه پاتې شول.‌زما دور اندېشې نيا ھغه د ۲۱ کالو په عمر کښې ديني سبق ته کېنولو، دهغې خيال وو چې تر څو سبق وائي نو پ ه‌امن به وي او چې سبق پوره کړي نو د يو قوم په حفاظت کښې به راشي. پلار مې په صوابې کښې د شاه منصور کلي په مدرسه کښې داخل شو او د‌قرآن او فقهې عالم شو. هغه اولنے واده د‌هريان کوټ کلې مشهور اتمان خېل ملک حسن بهادر د خور سره اوکړه او چې هغه مړه شو نو د ګړهې عثماني خیلو په اخونزاده‌‌ خاندان کښې يې واده‌اوکړو. ما په درګې، تاڼه، پېښور او لاهور کښې سبق ويېلے دے۔ دوہ ایم اے،يوه انټرنېشنل ډپلومه او د پي اېچ ډي ډګريانې لرم. په پېښور پوهنتون کښې د تېرو ۳۲ کلونو نه‌ سروس کوم، د تېرو ۱۰ کلو نه د پاکستان سټډي سېنټر ډائرېکټر يم.‌ په انټر نېشنل يونيورسټي اسلام اباد کښی چېرمېن اوډين ووم، پنځه کاله په صوبائي حکومت کښې هم پاتے شوے يم.‌ هلته ډي جي او اېډيشنل سېکټري په هېڅ مې کار کړے دے۔ 8 کتابونه او 75 ريسرچ پېپرې مې ليکلي دي. راتلونکې مياشت کښې به زما د پښتو شاعرې او نثر دوه کتابونه چاپ شي.‌ ددنيا ۲۵ ملکونو ته تلے ہم او ھلته مي په کانفرانسونو او پوهنتونونو کښې لکچرې ورکړې دي. نورې هم ډېرې خبرې دي خو دا دم دغه بس دي. د لوئ خدائ په امان

Post a Comment

0 Comments