پښتانه او د پښتنو ټولنيز ګروپ

 بيټن ،سړبن، غرغشت ،او، کرلاڼ.


د پښتنو روايتي ليکوالان د پښتنو دې وېش ته د پلارني نسل څېړنې په سترګه ګوري او دا نومونه د ددې څپر لاندې د قبيلو نيکونه بولي دا وېش په نړې والا توګه هم د نسل انساني د وېش په اړه شته  خو ،ډاکټر نصر الله خان، جميل ايسپزئې، سعد الله جان برق، دا نومونه د نيکونو نه !  بلکښې د نسلي وېش په اساس د قبيلو د کسب په نسبت د ،پېشې، او ،کسب، سره تړي چې د نړې په کره کښې د ېو وخت پورې د دغه کړو وړو سره د پاتي کېدو نه پس دا قبېلې پدغه نامه نسبت کړې شوې دي.  دا خبره تر پوره حد وزني مالوميږي ځکه چې نن سبا هم کم د انساني وګړو درې نسلونه ېادول شي نو د جغرافئې او آب و هوا اثرات پکښې خامخا اښکل شوي څرګنديږي. دا ښاغلي وائي چې ، سړبن ،په اصل ،څړبند ،وو د ،څر ،سره نسبت لري دا د پښتنو قبيلو هغه ډله وه چې په لوېو لوېو ،ورشوګانو، کښې پراته وو او د څاروو څرونه ئې د ژوند ژواک وسيله وه. بيټن ، د بېت سره نسبت دې دا هغه خلک وو چې په ،کيږدو خېمو ،کښې مېشت وو، غرغشت ، د غر سره نسبت دې دا هغه ډله وه چې د غرونو په سردرو کښې ئې ژوند وو . کرلاڼ ،د کروندې سره نسبت لري دا هغه ډله وه چې تمدن ته رالنډ شوې وو او کرکونده ئې د ژوند تېرولو وسيله وه. علامه حبيبي او سلېمان ماکو  وائي چې د دوه سوه نه تر درې سوه هجري زمانه کښی ددې قبيلو د افغانستان نه تر د سلیمان د غرونو پورې خور وور ژوند وو . جميل ايسپزئې وائي چې دا نومونه خلک رونړه او د قېس ځامن بولي خو ولی حقيقت داسي نه دې . دا ټول د څلورمې پیړې هجرې خلک دي د ېو بل نه ئې زمانه ډېره روستو مخکښې وه دغه ډله ايز وېش ددې نه مخکښې نه وو خو پښتانه په زرګونو کاله پخوا نه وو او زوړ شتون ئې درلود .  دعلاؤ الدين غوري په زمانه کښې په پینځمه پېړې کښې دا ډله ايز وېش جوړ کړې شو چې دغه خلک پدغه وخت کښې نه وو خو ممکن ده چې په ېو وخت کښې دغه د چا نومونه هم پاتي شوې وي. دغه رنګ په اول اول کښې د پښتنو ډله ايز وېش په درې لوېو ډلو ،غرغشت، سړبن، بيټن، کښې وو د ،کرلاڼ، ډله پکښې روستو جوړه کړې شوه چې ، اپريدی ، خټک ،اتمانخېل، وزير ، مسيد ،بنګش، پکښې راوستل شو دا قبیلې ددې نه مخکښې ددغه تېرو ډلو برخه وه. د قاضي عبد الحليم اثر دوېنا ترمخه په ترکي او عبراني ژبه کښې د شمالي سيمو لپاره ( کرا، کرکارا، ترې) نوم ېاد کړې شوې د تنګو کندو زمکې ته ،ترک، ترکي، او د غرونو په سر کښې آباد سيمې ته ،کود، خود، وائل شوې ، کرا ،کرلاڼ، د اثر صېب د وېنا ترمخه جغرافېائي نوم دې...


مولانا خانزيب...


Post a Comment

0 Comments