ابو طبېله.
کله چې د دوست محمد خان ځوئي اکبر خان په مشرۍ کښې په جمرود کښې د پښتنو شل زره لښکر په 20 مئي 1837 کښې د رنجيت سنګه جرنېل ،هري سنګه نلوه ،سره په جنګ شو هري سنګ د جنګ نه د تېښتې په وخت په کم ځائې چې د پېښور پوهنتون جوړ دې اووژل شو ېو اپريدي په نس ويشتلې وو پدغه جنګ کښې دوانړه خؤا څه شل زره خلک وژل شوي وو ( کم ځائې چې هري سنګ اپريدو وژلې وو هلته اوس هم د ،هرين سنګه برج ،په نامه د تهکال پوليس تانړې سره ېادګار جوړ دې ) دغه جنګ له د سيدو بابا په مشرۍ کښې د باجوړ او مومندو د پښتنو لښکر هم تلې وو هري سنګ د رنجيت سنګ داسې ظالم جرنېل وو چې کمې سيمې ته به لاړې هرڅه به ئې چور تالان کړل او بيا به ئې اورونه اولږول په 1823 کښې چې کله پېښور ته په ړومبي ځل رالې پېښور تر 1809 پورې د افغانستان د ،ژمي ، پلازمېنه وه په پېښور کښې افغانانو لوئي باغونه جوړ کړي وو ددغه باغونو د ښکلا ذکر سټيورټ الفنسټن پخپل کتاب کښې کوي دغه ټول باغونه سيکانو تباه کړل اونې کټ کړې اوئې سيزلې کله چې هري سنګ اووژل شو نو د هغه نه پس رنجيت سنګه د پېښور لپاره ېو اطالوي نژاد جرنېل ایویټیبل پاولو/ General Paolo Avitabile ، ګورنر اوټاکلو . په ،ګورګټړې ،کښې به اوسېدو دده څه خپل نوم ګران وو پښتنو سم نشو وائلې او څه د پښتنو د ظلمونو په وجه بدې شو نو پښتنو پې د خپل خوئي مطابق ابوطبیله نوم اېښودې وو!
د پښتنو دا فطرت دې چې کله ئې څوک ډېر خوښ وي نو د خپل مزاج مطابق پې نوم ګدي او ېا ئې چې څوک ډېر بدي شي نو نوم ئې وران کړي .
دې د اټلي وو د نيپولين په پوځ کښې وو د ،واټر لو ، د ماتې نه پس ايران او بيا په 1827 کښې د سکهانو پوځ کښې په کراېه برتي شوې وو د توپ ماهر او پوهه انجئنېر وو ځکه رنجيت سنګه ورله لوړ مقام ورکړې وو.
سردار خوش وقت سنګھ دده د ظلمونو په اړه پخپل کتاب کښې ليکي په پېښور کښې بېشمېره پانسي ګاټ د لارې په غاړه جوړ کړي وو دغه ستنو ته بې هره ورځ پنځوس کسان تيزندې کول د خلکو نه بې ژبې غوڅولې په پېښور کښې ېو طبيب به د غوڅو ژبو والا درملنه کوله کله چې ددغه طبيب نه خبر شو بله ورځ ئې د هغه نه هم ژبه غوڅه کړه.
د پېښور ښار نه ئې چار چاپېره پينځنيم زره مربع ميټره دېوال هم تاؤ کړې وو څه لس فټه پلن او اته ويشت فټه لوړ وو په سر کښې څلور فټه پلن پاتي شوې وو د ښار شپاړس دروازې هم ده جوړې کړې په پانسي ګاټونو کښې هره ورځ به پښتانه مبارزين وژل د مابت خان جومات د منارو نه بې هم پښتانه د خلکو ويرولو لپاره راګوزارل په 1809 کښې د سټيورټ الفنسټن د وېنا ترمخه د پېښور وګړي څه ېو لاکھ وو خو په 1823 کښې چې پېښور سيکانو وران کړو خلک ئې اووژل نو څه دري شپېته زره خلک پکښې پاتي شو د ابو طبېله د زياتو د لاسه نور هم خلک کم شو او په 1844 کښې په پېښور کښې څه پنځوس زره خلک پاتي وو .
اپريدو ئې ډېره په نره مقابله کړې وه په خیبر ئې څو ځل حملې کړې وې خو ناکام شوې وو په ېو جنګ کښې اپريدو ژوبل کړې هم وو په 1841 کښې د پنډېلې په اتمانخېلو حمله کړې وه څه پينځه سوه سيکان تې وژل شوي او ناکام راستون شوی وو مشران وائي چې د سيکانو په باچاهي کښې په د پېښور په جوماتونو کښې په اذان هم بندیز لږول شوې وو چې ددې له کبله ډېرو خلکو د پېښور څخه هجرت اوکړو او قبائلي سیمو ته په کډه لاړل .
د ابو طبېله ګورنري تر 1842 پورې وه د شمشتو او چندڼ د سيمې جاګير ئې د څمکنو د خانانو نيکه ،قمر الدين مومند ،له پدې شرط ورکړې وو چې هر کال به د پنځوس اپريدي پښتنو سرونه دلبار ته راوړې ځکه چې ابو طبېله د اپريدي پښتنو د تاړاکونو سخت تنګ وو چې پنځوس سرونه به د کال په آخر کښې قمر دين پوره نه کړه نو په لاره کښې مسافر به رونيول سرونه بې تې غوڅ کړل او پنځوس بې پوره کړل د رنجيت سنګه د مرګ نه څو کاله پس ابو طبېله په 1844 کښې خپل وطن ته تلې وو هلته څه وخت پس ورله خپلوانو زهر ورکړي وو او وژلې وو.
مولانا خانزېب.
0 Comments