فقير علنګار

 """الينګار فقير""


د فقير په حقله په

 ""Who s Who in the Dir,Swat & Chitral Agency Corrected upto 1 st Sept.

1933""

    کښې ليکلى دى چى دده خپل نوم فقير شاه وو ـ عمر يې په دغه وخت پنځه څاوېښت کاله وو ـ په دغه حساب دده د زېږدنى نېټه نزدى نزدى کال 1888ء راځي ـ تعلق

 يې د بر سوات د ميانګانو د يوې کورنۍ سره وو ـد سنډاکۍ ملا (ولى احمد) مريد وو ـ د شينوارو په ملک الينګار کښې دېره وو ـ الينګار فقير په کال 1934ء کښې د اتمانخېلو د لښکر په مدد د سدو او بانډګۍ( کوز دير) تر منېځه په چترال ريليف کالم هم حمله کړى وه خو ده له د دير د نواب سړو شکست ورکړې وو ـ  د کال 1935 په غزا کښې يې د ترنګزو د حاجى صېب(فضل واحد رح) سره پوره برخه اخستى وه ـ خو د خپلو څه مقاصدو او خوئي له کبله يې په کال 1937 کښې اثر کم شو ـ(Who s Who 1937,pp.7;15)


الينګار  فقير په ارنګ کښې د  پيجي ګرام د شموزى فغفور نزدې ملګرې وو ـ دې د "" باد سبا"" وسله والى پارټۍ مشر وو ـ د فقير دويم نزدې ملګرې د برنګ درې ملک وو ـ ده په کال 1932ء کښې د کهجورۍ په مقام د فقير د لښکر دپاره د سوات په سيند پل هم اچولې وو ـ (کتاب د ملاکنډ غزاګانې)


ليک::---- ارشد کريم شلمانى


Post a Comment

0 Comments