بوساق

 په بوساق کښې مجمع البحرېن !

______________________________

                                                  ليک / مولانا خانزېب.


د مودو نه ده سيندونو خوأ کښې  اوسو

خو زمونږ فصلونو اوس هم په باران دي.


د حضرت خضر او موسی ع په حواله په قرآن کښې خدائې پاک د هغې د ليدلو ځائې د دوه سيندونو د ېو کېدو ، مجمع البحرېن ، ېاد کړې ددغه ځائې په ټاکنه کښې ډېر ځايينه ېادېږي امام ابن کثير او علامه سېوطي وائي چې دغه مقام د بحر پارس او بحر روم د ېو ځائې کېدو وو  سید قطب او أبو الکلام آزاد وائي چې دغه ځائې د بحر روم او بحر قلزم د ېو ځائې کېدو  وو بهر صورت که هر ځائې وو خو دغه ځائې کښې  د دوه سيندونو ېو کېدو ننداره او د حضرت موسی ع او حضرت خضر ع د ليدنې حال  به ډېره زړه راښکونکې ننداره وه.

 د باجوړ سوېل اړخ ته د اتمانخېلو د قبیلې سيمه برنګ کښې آخري پوله او د ملاکنډ او دیر د سيمو آخري پولې د باجوړ  په ، بوساق ،نومې ځائې کښې ېو کېږي د بوساق نه ېو سرک بټ خېلۍ او بل تېمرګرې ته هم تلې .

 د بوساق دا نوم هم څه ډېر څه عجيبه شان دې د عربۍ ژبې ګمان پې کېږي په عربي لغت کښې ، بوساق ، د ونې د پنډۍ په معنا کارول شي خو زما په فکر د باجوړ د سيمې نوم د عربۍ سره کم نسبت نه لري ما په ذاتي توګه  د پښتو د لغت په توګه هم پېدا نه کړو که څوک پدې اړه کم مالومات لري نو مننه به وي.

پدغه سيمه کښې د ېو څو مشرانو نه مې د ، بوساق ، د ټکي پوښتنه اوکړه ېو مشر ئې ډېره ښه توجيه اوکړه وائل  ،بوساق ، په اصل کښې ، بيشاق ، دې د کثرت استمال نه بوساق شوې هغه مشر وائي چې پخوا سرکونه نه وو پېدل مزلې به وې پدې سيمه کښې په غرونو کښې ختل کوزېدل ډېر ستړي کوونکي وو چا به چې مزل اوکړو نو په ښپو به ئې د ډېر مزل نه د دانو ېو رنځ چې پښتو کښې ورته ، بيشاق ،وائي راتلو هم پدغه نسبت دا ځائې په بوساق سره ېاد شوې.


دبوساق په اړه علي مدې خېل ليکي چې کله محمود غزنوي د باجوړ او سوات ملاکنډ په لور راغلې نو د بوساق سره ددې سيندونو د اوبو د وتلو لار نه وه چې له کبله ئې تر د باجوړ برنګ او ملاکنډ د سيمې پورې هرڅه په اوبو کښې ډوب او جبه وه اوبه به د غر په څوکه  د بوساق سره وتلې د محمود غزنوي په حکم د بوساق سره دغه ځائې اوشلول شو او داسې د اوبو اوچت والې ښکته کړې شو او دا سیمې د خلکو د اوسېدو قابل شوې ( زما په فکر دا به داسې شوي وي چې سيندونه خو د سائنسي څېړونو ترمخه د زرګونو کالو نه په مخ د ځمکه خدايې د واورو نه روان کړی داسې  د پښتنو په خاوره سيندونه هم د زمانو زمانو نه دي خو کېدې شي چې دغه وخت کښې پ ېو زمانه کښې د بوساق په مقام غر راښوېدلې وي او د اوبو لار ئې بنده کړې وي لکه چې د نن نه څلور کاله وړاندې په ګلګت ديامر کښې د غر راوښوېدو د سيند مخه بنده کړې وه خواشا خلکو ته د اوبو نه خطر جوړېدو نو د آرمي انجېنئرانو هغه غر په بارودو مات کړو او اوبه ئې ازادۍ کړې )  .


د بوساق ځانګړتيا داده چې پدې ځائې کښې د جګو غرونو په مېنځ کښې د ېو اړخ نه باجوړ ته د سوات سيند راننوځي نو د شمال د اړخ  نه ورته د پنځکوړې سيند سر رادننه کړي.

د سوات سيند او  د  د پنځکورې سيند دوانړه سيندونه د طوطه کان سره نزدې د باجوړ په بوساق نومې کلي کښې ېو ځائې شي ۔ د سيلې پټي نه پس دا سيند د سوېل په اړخ د باجوړ په برنګ سيمه کښې څو کلومیټره بهېدو نه پس 

 چارسدې ضلعې ابازو ته اوځي او بېا د هغه ځائې نه د چارسدې په لاره د کابل سيند سره ېو ځائې کېږې اوس پې د اتمانخېلو په خاوره امبار ضلع مومند کښې د مومند ډېم په نامه د بجلې لپاره ېو لوئي بند هم جوړول شي ۔

د پښتونخوا خاوره د ډېرو قذرتي وسيلو سره په اوبو هم غني ده شپاړس سيندونه او توي د پښتونخوا په سينه بهېږي خو  دغه زېرمې  پکار مو نه راځي د پاکستان د اوبو ټول پېداوار څه ېو لاکه دوه څلوېښت زره کيوسک دې چې څه ېو لاکه کيوسک ېعنې اوېا فيصده اوبه پښتونخوا د اټک په لار د ګومل زام نه پرته  پاکستان ته ورکوي خو بېرته مونږ ته فقط څلور فيصده راکول شي چې په نتيجه کښې اوېا فيصده کرونده زمونږ باراني ده پنچاپ زمونږ په اوبو غني دې خو واپس غنم په خرڅ هم نه راکوي او تر نن ورځې پورې د پنجاپ نه پښتونخوا ته غنم نه ورکول شي .


دا دوانړه سيندونه خالص د پښتونخوا د غرونو د زېرمو نه زېږېږي دلته د سيندونو دا ېو کېدل ېو داسې خوندور کیفیت او سرور جوړوي چې د کتلو سره تعلق ساتي د سوات او پنځکوړې سيند په قلار رارون وي خو چې څنګه ېو ځائې شي نو ېو دم داسې شور او زور اوبه جوړ کړي چې انسان د خدائې دغه ورکړې ته  ګوته په خوله وي.

  دا ځائې د سېل ګرې لپاره د ېو نړې وال معېار مطابق جوړېدې شي ځکه چې د ملاکنډ ډويژن درې ضلعې دلته ېو بل سره لږي د هرې ضلعې نه دغه ځائې ته راتګ ډېر اسانه دې  خو د بده مرغه د پښتنو په خاوره که کمه د فطرت د ښکلا ورکړه ده نو هغې ته هم هيڅ کم پام نشته ځکه سرک د هرلوري نه  ډېر خراب دې د ،مجمع البحرېن ، پدغه نڅا کښې د ناستې ځايونه نشته بائد چې پدغه ځائې کښې ېو لوئي د سېل ګرې ځائې ،پارک ، جوړ کړې شي او سرک ورته هم ښه کړې شي ځکه چې پروسږکال د حاجي ګل باچا او قاري محمود سره ، بوساق ، ته روان وو چې نزدې شو نو د ګاړی بريک کار پرېښود او ارماني راستانه شو نن بېا مو دغه ځائې ته تکل اوکړو خو د چړاېانو موړونو او سرک ګډوډي سره مو د ګاړي بريک ېو ځل بېا ستنوزه جوړه کړه خو په بسم الله بسم الله دا ځل اورسېدو تېر کال چې نيمه خؤا کله راستانه شو نو قاري محمود د ډېر غم نه دا شعرونه هم اووئل.


دادې کندو ګدامار۔

تاو راتاو لکه ښامار۔

څنک ورکوز شمه ملګرو۔

د ورتلو نه لری لار۔

پاس په سر د ې نه ودریګی 

که څوک هم وی لږ هوښیار۔

د بوساق په لاروائي مه ځه۔

شی فیلډر دی بی اختیار۔

مونګ ته ئې پریښودو بریک کار۔

راته پیښ شولو دشوار۔

بیا بریک تېل مو نه موندل۔

ودروو مو هر ېو کار۔

پکی ېو سخی راپبښ شو ۔

غونډ ډبې کړو راګوزار۔

د بوساق په طمع طمع۔

راستانه شو خوار وزار۔

لنډه دا چی په فېل بریک مو۔

ګاړې راوست په قلار۔

د بوساق په لار به نه ځم ۔

که می ېاد وو دا ناتار۔


Post a Comment

0 Comments