باچا زاده حېران

 باچازاده حېران صېب 

                                

دا به هم يوه ورځ وي چې زۀ منډه باز ته لاړ شم او د نعيم مخلص دوکان ته ورنۀ شم نعيم مخلص ډېر پۀ اخلاص سره ماته د دير باجوړ د شاعرنو پېژنګلو کوي 

خو يو ورځ ئې راته داسې شخصيت رااوپېژندو چې تر نن د هغه نوم زۀ باربار اورم او ولې بۀ ئې نۀ اورم؟ چې د دغه شخصیت نه بغېر د باجوړ  ادب بېخي نيمګړےکېږي, دغه لوړ شخصيت ښاغلے محترم باچازاده حېران صېب دے باچازاده حېران صېب 1969 ٔ کښې د باجوړ پۀ مشهور کلي "اسلام ډهيرۍ"کښې پېدا شوے۔دوې هم کرلاڼ اتمانخېل دي۔د پيشې پۀ لحاظ باجوړ ليويز کښې ملازم ؤ او پۀ 2004کښې ئې دغې پيشي ته خېراباد اووايو۔

حېران صېب 1994 او1995کښې "باجوړ پښتو ادبي ټولنې" صدر ؤ۔وروستو چې کله  "باجوړ پښتو ادبي کاروان" بنياد  کېښودے شو نو هم پۀ دغه کاروان کښې هم سرپرست اعلی او د صدر پۀ مقام خدمات ترسره  کړي او کوي ئې۔انورنګار صېب خپل کتاب"باجوړ تاريخ کلتور او ادب"کښې ليکي"د باچازاده حېران پۀ شاعرۍ اولسي او ځايي رنګ ډېر زيات جوت دے۔ پۀ شعر کښې د کليوالواصطلاحاتو لکه چېنه, چېنار,ګودر,نختر,ګل ګلزار,منګي,مازيګر,ډبي,حجرې,د کېمورغر ,چېلم , کور , کلي,خان,ملک,ټال او نور ذکر پۀ ډېر شاعرانه هنر سره کوي۔ هم دا سبب دے چې ادبي محفلونو کښې خوښولے شي او د شعر مينه وال يې اوريدو ته لېواله وي"۔ دا نظاره ما هله وليده چې د "دير قامي پاڅون "پۀ  21 فروري 2023 کښې د "مورنيو ژبو نړيوالې ورځې" پۀ مناسبت سره يو پروګرام راجوړ کړے ؤ,شاعران اديبان خو ډېر وو خو چونکې باچازاده حېران صېب د محفل صدر صېب ؤ او د صدر صېب متعلق خبره مشهوره ده چې دا به د خپلې وېنا دپاره صبر کوي,بهر حال زۀ هم پۀ دې انتظارم وم چې حېران صېب واورم او دا به وړومبے ځل وي چې باچازاده حېران صېب شعر وائې او زۀ ورته غوږ يم۔ ماته د غزل وئيلو دپاره بلنه راکړے شوه او ما پۀ دې غرض صرف د مورنۍ ژبې پۀ اهميت خبرې وکړې چې کلامونه به د حېران صېب نه اورو۔اوبيا پۀ دې انتظار چې کله به حېران صېب سټېج ته راځي ۔۔۔۔ښۀ د زړۀ چاودي انتظاره پس د‌څلورو کتابونو ليکونکي د باجوړه تکړه شاعر او دير "قامي پاڅون"په دې پروګرام کښې د باجوړ نماينده شاعر باچازاده حېران صېب ته بلنه ورکړے شوه۔ باچازاده حېران صېب د مورنۍ ژبې پۀ اهميت او د اولس پۀ غفلت د خبرو اترو نه وروسته دا کلام شروع کړو۔ 

 

هسې خبره ده چې ورک شي او ورکېږي سړے

د ژوند پۀ دشـتو کښې ټـول عمر ابادېږي سړے


چـې د اولـس تـر منځـه نوغـے د نفـاق اوباسي

عـمـر لـه درونـد شـي پۀ درنو ټکو يادېږي سړے


دخداے د لارې نه چې يو سړے بې لارې نۀ شي

د خـداے د لارې چـې باغـي شي بربادېږي سړے


زمـا د قـام وګـړو کلکلــې کلکــې ښـپـې لـګـوئ

زمـکـه لـمـده ده خـټـې شـوي دې ښوېږي سړے


د ښکلـو مـيـنـه يـو انـجـام تـه رسيدلي ده وس

اوس مينه نۀ کوي چې لږ غوندي پوهېږي سړے


د مــحــبــت د زور د زوره دي الــلــه  وســـاتــي

کۀ زړۀ ئې بد وي او کۀښۀ پۀ غرونو خېژي سړے


پۀ ستنه مۀګوره پۀځان پسې راستون به مې کښې

څوک چې پۀچاپسې راستون شي راستنېږي سړے 


پــۀ کـڼـاوو کښـې چــې د غـرونو پۀ سـرنـو ګرځي

ښکـاره خـبـره ده چـې خـامـخـا رالــوېــږي سـړے


حـېـرانه نـۀ وائې پۀ خوله يو بل ته هېڅ نۀ وائې

چـې محبت کـوي پـۀ سترګو کښې پـوهېږي سړے


د حېران صېب د راتلو سره محفل يودم بدل شوے ؤ۔ د

واوا شور جوړه زۀ پۀ دې راز پوهه نۀ شوم چې  حېران صېب د باجوړ نه کوم" ګيدړسنګے" ځان سره راوړے ؤ۔زمونږ سر حنيف الله حنيف صېب خبره کوي"شعر ليکل هم فن دے او شعر وئيل هم فن دے"او زۀ دا دعوه کوم چې د حېران صېب سره دواړه فنونه موجود دي۔د حېران صېب د کتابونو نومونه دي"دار او ديدار"اوښکې اوښکې سترګې"غم ته دې اووايه چې اوس مې د زړۀ غم راشي" او ډنګي ډيوال"  پۀ" اوښکې اوښکې سترګې"باندې  پښتونخوا رائيټر ګلډز ورته توصيفي ايوارډ ورکړےاو پۀ دار او ديدار ورته قمرراهي ادبي مکتب توصفي ايوارډ ورکړے۔ حېران صېب ډېر ښۀ شاعر دے۔

ليکونكے:عزيز الله اتمانخېل 

(نن پۀ هيواد اخبار کښې زما  ليکنه)


Post a Comment

0 Comments