طارق اتمان

 دا طارق اتمان دے


د کوذ دیر منډا بازار کښې زما د خوږ او زړه ته نزدې ملګري مخلص صیب دوکان دے  , کله کله د ژوند څه برخه د مخلص صیب په نوم کووم د د دوي د دوکان سره سم د کتابونو دوکان دے. 


يوه ورځ د ادبي صفت نه بعد (عموماٙٙخلک غيبت کوي خو مخلص د چا بد  وائې نۀ نو صفت شو) راروان شوم چې د کتابونو د دوکان پۀ شوکيس کښې د محترم طارق اتمان صېب کتاب"جلوې" مې د نظره تیر شو۔ د پښتو او تمانخېلۍ تقاضه وه بس کتاب مې واخستلو.

دا زما د طارق اتمان سره دوېم ملاقات وۀ په وړومبی ځل مې د واحد يوسفزي صېب په پروګرام غزل ځار کې ملاقات شوے وۀـ 

هغه داسې چې ليدلے مې نۀ وۀ خو واحد‌ صېب ئې دا غزل وئيلے وۀ

 "د امن باد زمونږ په کلي په ښار چرته راځي ـ

 په خپله خاوره مو په خپله اختیار چرته راځي" 

د‌ ريډيو دا داسې ملاقات وي چې ته د چا نوم واوري نو ذهن کښې د هغه په بابله نقشه جوړه کړي۔  بيا به ورسره خيالي ملاقات وکړي.

خو د ملاقات مثال د واوري دے نه پرې تنده ماتېږي نۀ پرې خيټه مړېږي" 

د کتاب لوستلو نه پس په کتاب د موصوف درج نمبر ته مې واټس ایپ وکړ "۔ ارمان مې وۀ چې طارق اتمان به څنګه سړي وي۔

ولې چې زما دا خيال نۀ وۀ چې هلک به وي ۔ما چې کوم تصوير په ذهن کې د دوي جوړ کړے وۀ نو هغه د استاد او لوی عمر سړي وو"

 "په تصوير تنده نه ماتېږي"او بيا چې خيالي تصوير وي په هغې خو بېخي ګزاره ګرانه ده" زمونږ د بي ایس پښتو درېم سمسټر ازموینه وه چې زۀ په رول نمبر سليپ پسې کالج ته راغلم هسې هم د کالج هغه مزه نۀ خو۔۔۔۔۔ بس ما وے راشه د طارق اتمان صېب در و دیدار ته به ورشو.

دوي د درملو " میډیسن " کاروبار کوي او ورسره نور هم... ځائے ته یی ورغلم رسمي سلام کلام وشو او ورسره ناسته هم.... د دوي په اړه مې سنګرصیب لیکنه لوستې وه

چې اتمان صیب "بي ایس اقتصادیاتو کې او "ماسټر بين الاقوامي تعلقات کې کړے." 

ما هم معلومات ترلاسه کړل ښاغلي نور هم ځان کړولے او ماسټر پښتو نه پس اوس مهال پښتو ایم فل ریسرج کې بوخت دے.

طارق اتمان صېب دنيا ته ګوري حقیقت شناس دے منونکے او حساس هم.... ساهو جوسه او غصه لري.  خو زۀ حېران دا يمه چې دومره ولې؟  

اتمان د مسلسل او مستقل محنت نوم دے تحقیق کوي،  د کور روزنه پالنه یې په سر ده،  درس و تدریس سره علاقه لري،  او ورسره د درملو دوکان او هسپتال ایډمنیسټریشن بار یې هم په اوګو دے. 

ژوند د تجرباتو نچوړ وي اتمان هم ژوند د نزدے لیدلے دے پراجیکټونو کښې وئیر هاوس افیسر،  کمیونټي موبلایزر  د درملو کمپنیانو کښې د میډیکل ریپریزنټیټو، ریجنل منیجر په پوسټونو پاتي شوے او ورسره یې کاروبارونه هم کړي.


د تاریخ غرقه مطالعه لري " مهان دیش یوه څیړنه،  اتمان خیل کرلاني پښتانه،  پښتانه اتلان یې ناچاپه آثار دي. اتمان نامه په نوم یې چاند ورځ پاڼه کې کالمونه هم لیکلي.

د تصوف سره یې ایله ایله پیژندګلو شوي 

لکه چې وائې 

"د خپل ضمیر ملامتیا ته ملامته یمه

 تاته خو پته ده چې تاته ملامته يمه"


د میني په مفهوم پوهه دے 


    "چې مې له سترګو ستا تصوير نۀ اوځي

    زمـا د عشـق د خوب تعبير نۀ اوځي 

اتمان د میني سرمایه لرمه 

زما د دره څوک فقیر نه اوځي

 برق صیب وئیلي " چې ګټل خوړلل ويشل کړي هغه پښتون دے"

  د اتمان په نشست و برخاست کښې تیزي او سنجیدګي لري کار زر کوي او زر یې غواړي۔ 

د خندا او ژړا په معنو پوهه دے ۔ ځان خاکسار ګڼي او وائې اوس اوس د عر او ادب سره اشنا کیږم زما شاعرانه طبیعت مطابق د دوي پۀ خندا زړۀ سیزې باید وخاندي.

 د اتمان په کلام او شخصیت لیکنه او څیړنه کول وخت غواړي زما ایله بیله مختصره ناسته او لږې ډېرې خبري د موبایل د لاري ورسره شوي خو په دې نتیجه رسیدلے یم چې دا سړے زړه ته اپیل کوي پوهه لري او پوهه خلک یی خوښ دي په ادیبانو،  شاعرانو مین دے بلها د کار خلک یې خوښ دي. بې ځایه خوشامدي نه کوي اخلاص او مینه یې زده دي د اوږدو لاسونو والا نه سخت نفرت کوي د تجسس او حقیقت په تلاش په مزلونو سر او لا په منډو دے ستړے ژوند کوي او مستقبل یې د قسمت په ځائے د محنت سره تړلے.


د کلام نمونه 




په دا شکل کم و بیش یم

خودبین نه یمه درویش یم

ــ

محبته  ستا کرم دے

په ټکړو ټکړو کې ویش یم 

ــ

د ارمان سره چې لاړ شم

د دولت سره په عیش یم

ــ

سلطنت په کې د بل خو 

په خپل ذات دننه دیش یم

ــ

د هر مخ مضمون لوستی شم

دومره لږ ډېر دوراندیش یم

ــ

اتمان خیل طارق اتمان یم

په کوز دیر کې د ماندیش یم


ليکونکے عزيز الله اتمانخېل




Post a Comment

0 Comments