اتمانخيل او د امبار ګګياڼی او غلځۍ

 اتمانخيل او د امبار ګګياڼی او غلځۍ


 


داسې روایات د مخه منقول دي چې په باجوړ ایجنسۍ کې چې  د سخې عرب خان په وخت کښې ګګياڼي په امبار کښې میشته وو چې دغه وطن يې د ډب نه تر د امبار د رود پوري او سنګر امبار پوري په ولقه کې وو. 

دغه وخت کې ماندل اتمانخېل سواړي خیل  په شنه کمر او خوږه نومې ځای کې ورسره هم اباد وو. 

دغه وخت کې ګګياڼو د  ماندل اتمانخېلو د سواړي خیلو  تر منځ جنګ وشو چې د ماندلو څه خلک یې ووژل.

 هم دغه پاتو ماندلو نه ایله یو هلک تری روغ راغے د کوهې سیمې ته.

 چونکه پښتانه فطرتاََ د ویني احترام کوي او بیا په تیره قبائلو کې دغه عام راوج تر ننه دی نو دغه هلک نورو ماندلو او ورسره نورو اتمان خیلو  ته ووې

 چې 

 "زه ستاسې رور ماندل تمانخېل يم  ګګیانو راته ټول خلک ووژل ایله زه یکې سر ترې خلاص شوم"

 په دغه خبر د ددغه هلک  په عزیزانو یعني ماندلو وسره نورو اوو بل شو او د بدل هڅه یې وکړه. 

 دغه وخت د سخې عرب خان وخت وو چې د مومند پينډيالۍ پوري به ورته خلک راتلل سلامۍ ته چې دغه کې به ګګياڼی هم باجوړ ته راتللو کې شامل وو. 

 د ګګیاڼو به د چارشنمبې په ورځ سلامي وه چې د شينۍ په لار به داسې په عليزۍ اتمانخېلو په لار راتلل.

  چې کله څه وخت پس په دغه لار راغلل اتمانخیل ورته کيناستل او ګګیانو یې حملې په نتیجه کې یو بل اووژو. 

  د دغه نه پس ګګياڼو خپله لار بدله کړه د اتمانخیلو په دغه لار يې تګ ختم کړو.

نتیجه کې  دغه دښمني لا زیاته شوه.

  بيا به په سر لړه لوی سم  په لار باندې ګګیانو تګ کوالو. چې ترې اتمانخیل خبر شول.

 اتمان خیلو لا بدل ورپوري وو د دغه تګ ورځ يې د وړاندي نه معلومه وه چې د چار شمبې په ورځ دغه خلک  سلامۍ له ځې. 

 هم په دغه ځای په څنګ د سټ ورته کیښناتل ورته بيا یې تر منځ لوی جنګ وشۀ چې نتیجه یې په مړو او ژوبلو تمامه شوه. 

 هم دغه تسلسل لا جارې وساتل شو د دغه نه پس په کې بټ خیلو اتمان خیلو او اصيل اتمانخېلو  برخه واخستله یو لوی لښکر جوړ کړو او په سر لړه باندې وروښتل په ګکیانو حمله شو چې  دغه جنګ په نتیجه کې د ګګیانو لوی نقصان وشړ او په کې ډېر اووژل شو.

  اتمان خیلو د ګګياڼو د امبار قعله ونيولی شوه او کم چې پاتې شو هغه لاړه د امبار وطن نه او د  ډيرې نومې سیمې نه نه کوز ديره شول. 

  دغه وخت کې امبار کښې ماندوری او غلجې هم اباد وو. ماندوری کوهې سیمې کې اوس هم  هم اباد دي.

  چې نوم پری د ماندور کوهي والو دے.

   خو دغه ماندوري هم اتمانخېلو د دغه ځاۍ څخه لري کړه. 

   دغه نه پس د غیلجو سره د اتمانخېلو بوټ کور او اصيلو شخړه په څه خبرو راغله چې دغه غیلجې د امبار وطن د غیلځۍ د درې  نه په جنګ بهر شو او تر کمانګرې  يې ورسول.

   د امبار د اتمان خیلو پاتي  زمکي په نتیجه کې د ملاتړ په صورت کې د جنګ برخه والو کې تقسیم شوې.

Post a Comment

0 Comments