دا طارق اتمان دے د کوذ دیر منډا بازار کښې زما د خوږ او زړه ته نزدې ملګري مخلص صیب دوکان دے , کله کله د ژوند څه برخه د مخلص صیب په نوم کووم د د دوي د دوکان سره سم د کتابونو دوکان دے. يوه ورځ د ادبي صفت نه بعد (عموماٙٙخلک غيبت کوي خو مخلص د چا بد وائې نۀ نو صفت شو) راروان شوم چې د کتابونو د دوکان پۀ شوکيس کښې د محترم طارق اتمان صېب کتاب"جلوې" مې د نظره تیر شو۔ د پښتو او تمانخېلۍ تقاضه وه بس کتاب مې واخستلو. دا زما د طارق اتمان سره دوېم ملاقات وۀ په وړومبی ځل مې د واحد يوسفزي صېب په پروګرام غزل ځار کې ملاقات شوے وۀـ هغه داسې چې ليدلے مې نۀ وۀ خو واحد صېب ئې دا غزل وئيلے وۀ "د امن باد زمونږ په کلي په ښار چرته راځي ـ په خپله خاوره مو په خپله اختیار چرته راځي" د ريډيو دا داسې ملاقات وي چې ته د چا نوم واوري نو ذهن کښې د هغه په بابله نقشه جوړه کړي۔ بيا به ورسره خيالي ملاقات وکړي. خو د ملاقات مثال د واوري دے نه پرې تنده ماتېږي نۀ پرې خيټه مړېږي" د کتاب لوستلو نه پس په کتاب د موصوف درج نمبر ته مې واټس ایپ وکړ "۔ ارمان مې وۀ چې طارق ات...
Utmankhel a Pashtun tribe present in Pakistan, with substantial numbers in Afghanistan. They lie between the Mohmands and the Ranizais of Swat, to the west and south-west of the junction of the Swat and Panjkora rivers. The Utmankhels mostly living in Malakand, Bajawar, Mohmand, Lower Dir, Mardan and Orakzai. The Utmankhel are Pashtuns, part of the Karlani tribal confederacy, who fought against British and Mughals emperors in Pakhtunkhwa.